IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/24

د  اهل بیت(ع) په روایت باندې په تکیې سره  په ترکي استانبولي ژبې د قرآن  ژباړه

10:23 - June 27, 2023
د خبر لمبر: 3487537
ایکنا(تهران) مرتضی ترابی په ترکي استانبولي  د قرآن کریم یو ژباړن دی چې پخپلې ترجمې کې ئې  هڅه کړې ده د شیعیانو له تفسیرونو استفاده وکړي.

ایکنا نیوز راپور راکړ، حجةالاسلام مرتضی ترابی په ۱۳۴۱لمریز کال کې د ترکیې په ختیځ کې واقع په آغري/ اګری ولایت کې په شیعه میشته ښار تاشلیچا کې په  یاسی قایا کلي کې په یوې مذهبی کورنۍ کې وزیږید. په ۱۳۵۰ لمریز کال کې  له خپلې کورنۍ سره یو ځاي ئې نجف اشرف ته مسافرت وکړ او عملیه حوزې ته لاړ.د عربو ادبیات ئې هم په همدغه ښآر کې ولوستل او په ۱۳۵۴لمریز کال کې په ایران کې قم مقدس ښار ته راغی. دلته ئې د فقې  او د فلسفې په اصولو کې  له غوره استاذانو  د سطحې او لوړې سطحې زده کړې وکړې.

وروسته ئې په ترکی استانبولي ژبه   له عربی او فارسی ژبو د مهمو کتابونو ترجمې او سمولو ته مخه کړه، او له ۱۳۶۲کاله تر ۱۳۸۰پورې په  کلونو کې د حدیثو،عقایدو او فقې په زمینو کې په ترکی استانبولي ژبې   ځينی مهم کتابونه ترجمه او سم کړل.

هغه له 1382کاله تر 1388 لمریز کال پورې  په مودې کې په ترکی ژبه  د قرآن کریم ترجمه ترسره کړه. ددغې ژباړې ځانګړنه  دا ده چې د آیتونو لپاره ئې له ډيرو ډیرو مختلفو سرچینو څخه  معناوې وټاکلې  چې د اهل بیت علیهم السلام  د څرګندونو او روایتونو په اساس دي .ترابی هڅه کړې ده ،د تفسیبر صافي، تفسیر شبر او دغه راز د مجمع البیان په څير د بشپړ تفسیرونو په شان د اهل تشیّع له تفسیرونو  استفاده وکړي. د تفسیري توضیحاتو په برخې کې ئې هم د آئمه اطهار علیهم السلام قولونو او څرګندونو او شیعه معارفو  ته توجه کړې ده.

ددغې ژباړې یوه ځانګړنه، د دوی ترڅنګ د ؛ اهل بیت له نظره قرآن ؛ په عنوان سره د یوه کتاب لیکل دي چې په هغه کې ئې له قرآن سره د اهل بیت (ع) د رابطې ،د قرآڼ یادول او ورزده کولو،د لوستل او دهغو آداب ،د قرآن معجزط ، نزول او د قرآن جامع او بشپړ شونه او غونډول او له تحریف څخه د قرآن بشپړ  خوندي پاتیکیدلو په څير مختلفې موضوعګانې سپړل شوي دي.

په دغه کتاب کې هڅه شوې ده ،د قرآن دعلومو په باب د اهل بیت (ع)د حدیثونو په اساس  او په نوی بڼه د شیعیانو لیدتوګې وړاندې کړي.

دغه ژباړه د حجةالاسلام مرتضي ترابی له خوا او د وحي د ترجمان کلتوری موسیسې او ددې موسیسې دعلمي پلاوی په ملګرتیا  سره ترسره شوه او په 2009 کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د کوثر خپرندوئې په وسیله چاپ شوې ده .

captcha